د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د دوه ورځني رسمي سفر لپاره هند ته روانېږي.
راپورونه وايي چې د دې سفر اصلي تمرکز به د مسکو او نويدېلي ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې او پوځي همکارۍ نورې پیاوړې کول وي.
سرچینه زیاتوي چې دواړه هېوادونه د سوخو–۵۷ جنګي الوتکو د ټکنالوژۍ د لېږد موضوع هم څېړي.
تمه کېږي پوتین به د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره ګڼې رسمي او غیر رسمي لیدنې ولري، او ورسره به لوړپوړي پوځي چارواکي او د سترو روسي شرکتونو استازي ملګري وي.

