د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي خبرداری ورکړی چې هېواد یې د یوه سخت او برخلیک ټاکونکي انتخاب پر وړاندې ولاړ دی.
د ده په وینا، اوکراین باید پرېکړه وکړي چې خپل ملي حقونه او خپلواک دریځ ته لومړیتوب ورکړي، که هغه امریکایي ملاتړ وساتي چې کییف ورته شدید اړ دی؛ خو د سولې روانه طرحه بیا تر ډېره د روسیې په ګټه تمامېږي.
زیلېنسکي د جمعې په شپه خپل ولس ته په وینا کې وویل، ډېر امکان لري چې کییف د واشنګټن ملاتړ د سولې د پلان له کبله له لاسه ورکړي، چې دا به د اوکراین لپاره ستر سیاسي او امنیتي اغېزونه ولري.
بل لوري ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له نوې طرحې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دغه پلان سره د مسکو او کییف نږدې څلور کلنه جګړه پای ته رسېدلای شي.

