د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ایران د حکومت پر وړاندې سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، که نړیواله ټولنه د تهران رژیم ته د بقا اجازه ورکړي، نو دا به نورو مستبدو واکمنانو ته دا پیغام ورکړي چې «که کافي خلک ووژنې، په واک کې پاتې کېدای شې.»
زلنسکي د داووس په غونډه کې ویلي، د ایران د ولس پراخو اعتراضونو د نړۍ پام ځانته اړولی و، خو دا پاڅونونه په وینو کې ډوب کړل شول.
د هغه په وینا، نړیوالې ټولنې د ایران له خلکو سره لازمه مرسته ونه کړه او یوازې یې ننداره کوله.
د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی، هغه مهال چې نړیوال سیاستوال د دریځ نیولو په اړه بحث کاوه، د ایران واکمنو مذهبي مشرانو له وړاندې زرګونه کسان وژلي وو.
زلنسکي دغه څرګندونې د هغو انتقادونو په ترڅ کې کړې چې لوېدیځ هېوادونه د استبدادي نظامونو پر وړاندې نرم دریځ خپلوي او د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي.
هغه خبرداری ورکړی چې د ایران په څېر رژیمونو ته د حسابورکولو پرته پرېښودل، نه یوازې د ایران خلکو ته، بلکې د ټولې نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.

