د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي چې روسیه یې همېشنۍ ملګرې ده او هیڅ وخت دوی د یو بل دوښمنان نه شي کېدی.
هغه مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د روسیې او امریکا د اړیکو بېرته عادي کېدو څخه هم هرکلی کړی دی.
وانګ يي د روسیې RIA دولتي خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې دوی د تل لپاره ملګري، هېڅکله دښمنان نه دي او په لوړه کچه د ستراتیژیکو همکاریو د پرمختګ لپاره د یوه قوي قانوني اساس په توګه کار کوي

