د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، یو پاکستانی تبعه چې له یوې ایراني وسله والې ډلې سره یې اړیکې لرلې، د امریکا د یوه سیاستوال د ترور دسیسې په قضیه کې مجرم پېژندل شوی دی.
د راپور له مخې، د متحده ایالاتو په بروکلین ښار کې فدرالي جرګې د جمعې په ورځ ۴۷ کلن آصف مرچنټ مجرم وباله.
نوموړی د ۲۰۲۴ کال پر مهال د یوه امریکايي سیاستوال د وژلو د پلان په جوړولو تورن و.
د محکمې اسناد ښيي چې په احتمالي هدفونو کې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخوانی ولسمشر جو بایډن هم شامل وو.
محاکمه شاوخوا یوه نیمه اوونۍ روانه وه او یوازې څو ورځې مخکې له هغه پیل شوې وه چې امریکا پر ایران خپل وروستي پوځي بریدونه ترسره کړل.
د راپور له مخې، څارنوالانو ویلي چې تورن کس هڅه کوله په امریکا کې د یوه سیاستوال د ترور لپاره پلان جوړ کړي، خو د امنیتي ادارو له خوا ونیول شو او قضیه محکمې ته وړاندې شوه.

