والسټریټ ژورنال په یوه راپور کې لیکلي چې امریکا باید پر ایران د هر ډول احتمالي برید تر مخه په منځني ختیځ کې خپل هوايي دفاعي سیستمونه پیاوړي کړي.
د راپور له مخې، پنتاګون د اسرائیل، عربي متحدینو او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د ښه ساتنې لپاره عملي ګامونه اخلي.
امریکايي چارواکو ویلي، که چېرې نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برید امر ورکړي؛ نو د امریکا پوځ کولی شي پر ایران محدود هوايي بریدونه وکړي؛ خو پراخ او قاطع برید به د ایران غبرګون راوپاروي چې د مخنیوي لپاره قوي هوايي دفاع ته اړتیا ده.
والسټریټ ژورنال زیاتوي چې پنتاګون د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې، د امریکا په پوځي اډو کې د اضافي «تاد» توغندیز دفاعي سیستم او د «پاتریوت» هوايي دفاعي سیستمونو د ځای پر ځای کولو لړۍ پیل کړې ده.
په دې هېوادونو کې اردن، کوېټ، بحرین، سعودي عربستان او قطر شامل دي.

