د امریکا معتبرې ورځپاڼې والستریت ژورنال په یوه تازه یادداشت کې لیکلي، چې ایران تر هغه چې اوسني مشران یې پر واک وي، د امریکا متحده ایالاتو لپاره یو دوامدار او خطرناک ګواښ دی.
ورځپاڼه لیکي، چې د ایران ګواښ یوازې د دې هېواد د اتومي پروګرام پورې محدود نه دی، بلکې د نیابتي ترهګرو ډلو ملاتړ، د منځني ختیځ ثبات او د امریکایي وګړو امنیت ته جدي خطر پېښوي.
په مطلب کې راغلي، چې ایران د روسیې د ناقانونه نفتو په صادراتو کې مرسته کوي، چې دا چاره د اوکراین جګړې په اړه پر مسکو د امریکا د فشار وړتیا کمه کړې ده.
د یادې ورځپاڼې په وینا، دا وخت د رژیم د بدلون لپاره تر ټولو مناسب فرصت بلل کېږي.

