په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیره ریما بنت بندر د امریکا د نوي ولسمشر ټرمپ د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته په ایکس پاڼې لیکلي:”دسعودي او امریکا اړیکې ۸۰ کلنه تاریخي مخینه لري او موږ تمه لرو چې د دواړو هیوادونو اړیکو ته په پام سره د خپلو هیوادونو ، سیمې او نړۍ د ګټو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړو.”
شهزادګۍ ریما لیکلي: ” زه ویاړم چې د سعودي عربستان د پاچا په استازیتوب خپل د مشرانو دمبارکۍ پیغام ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا خلکو ته د هغه د لوړې په مناسبت وړاندې کړم ” .
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

