واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پنټاګون په ایران کې د څو اوونیو احتمالي ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی پیل کړی دی.
د راپور له مخې، د همدې موخې لپاره زرګونه امریکايي ځمکني او سمندري ځواکونه منځني ختیځ ته لېږل کېږي او پوځ هڅه کوي چې د هر ډول وضعیت لپاره مخکې له مخکې پلان ولري.
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي، د پوځ دا چمتووالی د دې معنا نه لري چې ډونالډ ټرمپ دې حتمي پرېکړه کړې وي چې پر ایران ځمکني عملیات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن (یکشنبه) د پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیران په اسلاماباد کې د منځني ختیځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو په هدف دوه ورځنۍ غونډه پیل کړي.

