واشنګټنپوسټ د امریکا د کډوالۍ ادارې د اسنادو له مخې راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت پلان لري د نیول شویو پناهغوښتونکو د ساتنې او شړلو لپاره اووه لوی مرکزونه جوړ کړي.
د راپور پر بنسټ، دغه مرکزونه به په صنعتي ګودامونو کې جوړېږي او د ۸۰ زرو څخه د زیاتو کډوالو د ساتنې ظرفیت به ولري.
د یاد پلان له مخې، نیول شوي پناهغوښتونکي به د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د لنډمهالو ځایونو پر ځای، ټاکل شویو مرکزونو ته لېږدول کېږي او له قانوني پړاوونو وروسته به له هېواده واېستل شي.
راپور زیاتوي، هر لوی مرکز به د ۵ زرو تر ۱۰ زرو کسانو د ساتلو وړتیا ولري او دا مرکزونه به د وېرجینیا، ټېکساس، لوییزیانا، ارېزونا، جورجیا او میسوري ایالتونو ته نږدې موقعیت ولري.
واشنګټنپوسټ همداراز لیکلي، چې د دې تر څنګ به ۱۶ کوچني مرکزونه هم جوړ شي.
دا اقدام د کډوالۍ د سیاستونو په اړه د بشري حقونو د فعالانو له لوري د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

