رویټرز خبري آژانس لیکلي ټاکل شوې د پاکستان پوځي مشر عاصم منیر راتلونکو اوونیو کې واشنګټن کې یوځل بیا له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.
دا په تیرو شپږ میاشتو کې دریم ځل دی چې ولسمشر ټرمپ له عاصم منیر سره ګوري.
د رویټرز د راپور له مخې ټاکل شوې دواړه لوري د سیمې، افغانستان او غزې په مسایلو خبرې وکړي.
د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ به پاکستانی پوځي مشر وهڅوي ترڅو دهغه شل ماده ییز پلان برخه شي چې له مخې یې ځینو هېوادونو څخه د یوه نظامي ځواک د جوړېدو غوښتنه شوې ترڅو د غزې نظامي کنټرل ولري.
که څه هم ډیری اسلامي هیوادونه د حماس له بې وسلې کولو اندیښنه لري او لامل یې په خپلو هیوادونو کې د اسرائیل ضد احساسات یاد کړي.
خو د چارو شننونکي باور لري چې پاکستان د خپل ځوړند او ټکني اقتصاد له امله ښایي د ولسمشر ټرمپ د دې پلان ملاتړ وکړي او د څو پیسو لپاره خپل پوځ په کرایي ډول غزې ته واستوي.

