واشنګټنپوسټ ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس، چې له پخوا راهیسې په بهرنیو هېوادونو کې د پوځي مداخلو منتقد بلل کېږي، د امریکا لهخوا پر ایران د برید ملاتړ کړی و.
د راپور له مخې، ونس استدلال کاوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ایران ته خبرداری ورکړی و چې د معترضینو له وژلو ډډه وکړي او دا خبرداری یې د «سرې کرښې» په توګه ټاکلی و.
د هغه په وینا، که دا کرښه ماتېده، نو باید عملي اقدام پرې شوی وای.
واشنګټنپوسټ لیکي چې ونس باور درلود چې د ټرمپ د خبرداري عملي کول به د امریکا د دریځ اعتبار خوندي کړي او تهران ته به دا پیغام ورسوي چې واشنګټن خپلې څرګندونې یوازې د لفظي ګواښونو په توګه نه کاروي.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د ایران وضعیت، د اعتراضونو ځپل او د امریکا د احتمالي دریځونو په اړه بحثونه لا هم په نړیواله کچه روان دي.

