واشنګټنپست ورځپاڼې د دوو اروپایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا له اروپایي هېوادونو غوښتي، د ایران دننه د احتمالي هدفونو په اړه معلومات شریک کړي.
یوه چارواکي ویلي، داسې هېڅ نښه نه شته چې امریکا به د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد اقدام وکړي.
هغه ویلي، تر ډېره امکان شته چې امریکا به هغه چارواکي او ځواکونه په نښه کړي چې د معترضانو د وژلو په چارو کې ښکېل دي.

