د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې دایمي استازی واسیلي نیبنزیا وایي، مسکو له ډېر وخت راهیسې ویلي چې USAID په ټوله نړۍ کې له سختدریځو ملاتړ کوي.
نیبنزیا ویلي، چې هغه وخت دا خبره د “روسي تبلیغاتو” په توګه رد شوې وه.
نوموړي زیاته کړې، چې اوس ټولو ته ثابته شوه چې هر څه رېښتیا وو.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې ایلن ماسک دا اداره د سخت دریځو د ملاتړ او د جرمونو لپاره د لارو چارو پر برابرولو تورنه کړې وه.

