په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا ویلي، چې د امریکا له لوري کیف ته ورکړل شوې وسله اوکراین د جګړې په ډګر کې له ماتې نه شي ژغورلی.
نبنزیا ویلي، چې دغه وسلې هېڅ نه شي کولای او امریکا په دې کار سره د اوکراین جګړه په لوی لاس اوږدوي.
په ورته وخت کې کرملین هم ویلي، چې جو بایډن د اوکراین جګړه پراخوي او دوی به ژر د امریکا د وروستیو اقداماتو پر وړاندې غبرګون وښیي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ وویل، چې اوکراین په روسیه کې د دوی له خوا د ورکړل شویو لرې واټن ویشتونکو توغنديو د کارولو اجازه لري.

