د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیبالله لور، هیله نجیب، ویلي چې په افغانستان کې اوسنی واکمن رژیم د حکومت په توګه د پېژندلو وړ نه دی او باید ورته مشروعیت ور نه کړل شي.
هغې ټینګار کړی چې طالبان که څه ځان «de-facto» حکومت بولي؛ خو د خلکو په نظر د زور، وژنو، ربړونو او د ښځو د له منځه وړلو د تګلارو له مخې پېژندل کېږي، نه د یوه قانوني حکومت په توګه.
هېله نجیب وایي، مسؤلانه سیاست هغه وخت عملي کېږي چې طالبان د «تحمیلي رژیم» په نوم وپېژندل شي، نه د خلکو له ارادې راغلی حکومت.

