د ههنگاو د بشري حقونو سازمان سهشنبه راپور ورکړی چې د خراسان جنوبي په مرکز بیرجند زندان کې د دوو افغان بندیانو د اعدام حکم عملي شوی دی.
دا کسان د قتل په تور نیول شوي او د ایران د قضایي نظام لهخوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و.
دغه سازمان زیاته کړې چې یوازې د اسرائیل او ایران ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته په یوه میاشت کې لږ تر لږه شپږ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي دي.

