د ههنگاو د بشري حقونو سازمان په وینا، د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته په یوه میاشت کې لږ تر لږه ۸۵ بندیان په ایران کې اعدام شوي، چې شپږ افغانان هم پکې شامل دي.
په اعدام شویو کې ۱۵ تر، ۱۲ ترک، ۱۲ کرد، او ۶ بلوچ توکمي دي.
د دوی له منځه بیا شپږ کسان د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شوي دي.
ههنگاو ویلي، چې د طالبانو حکومت تر واکمنېدو وروسته په ایران کې د افغان بندیانو د اعدام کچه لوړه شوې او یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۰ افغانان اعدام شوي دي.

