هندي پوځ اعلان کړی، چې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې د جمو او کشمېر په سیمه کې درې ملکیان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
دوی ویلي، چې د پاکستان پوځ ته یې مناسب ځواب ورکړی دی.
پاکستان د دوی پر خاوره تر برید وروسته د هند یو شمېر سیمې په نښه کړې.
سره له دې، چې هندی پوځ د درې تنو د وژل کېدو پخلی کړی؛ خو پولیس وایي، لس تنه وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې بیا پاکستان وايي، د دوی پر حریم د تېري غچ به خامخا واخلي؛ خو هند وايي، د کشمېر د پېښې غچ یې اخیستی او نور پاکستان سره جګړه نه کوي؛ خو که هغوی اقدام وکړ؛ نو سخت ځواب به ورکړي.

