د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او مل پلاوي د هندوستان د ادویاتو د صادراتو د پرمختیا له شورا سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د درملو د صنعت په برخه کې د همکاریو پر پراخولو هوکړه کړې ده.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هند د ادویاتو د صادراتو د زیاتولو، ګډو پانګونو او په افغانستان کې د درملو د تولید فابریکو د جوړولو علاقه څرګنده کړې ده.

همداراز، د دوا وارداتو، د ادویو د کیفیت لوړولو او د دوایي سوداګرۍ پر ستونزو هم بحث شوی.
د توافق له مخې، د افغانستان د دوا سکتور استازي به د هندوستان له معیاري فابریکو څخه لیدنه کوي، او د هند یو پلاوی به د ګډو فابریکو او پانګونو د امکاناتو د ارزولو لپاره کابل ته سفر کوي.
د یادې شورا په غړیتوب کې شاوخوا ۵۷ نړیوالو معیارونو ته برابرې فابریکې شاملې دي.

