هندي ورځپاڼې «هیرالډ دکن» راپور ورکړی، چې د کابل اریانا سینما، چې په ۱۹۶۰ میلادي کال کې جوړه شوې او د ښار له مهمو کلتوري نښو څخه وه، د طالبانو حکومت له خوا ونړول شوه.
د راپور له مخې، دا سینما له ۲۰۲۱ کال وروسته تر ډېره تړلې پاتې وه او اوس د طالبانو حکومت د بلدوزرونو له لارې له منځه یووړل شوه، څو پر ځای یې یو سوداګریز مرکز جوړ شي.

سرچینه وایي، اریانا سینما د افغانستان د شلمې پېړۍ د معاصر تاریخ او د کابل د کلتوري ژوند یو مهم سمبول ګڼل کېده.
د دې سینما د بیا رغونې له معمارانو څخه فرانسوي ژان مارک لالو ویلي، چې د سینما نړول ورته د زړه د ویجاړېدو په څېر احساس ورکړی دی.
د اریانا سینما نړول په کور دننه او بهر د فرهنګي فعالانو له خوا د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو پر وړاندې د اندېښنې وړ اقدام بلل شوی دی.

