شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانهندي رسنۍ:کشمیر کې د پولیسو پر یوه مرکز چاودنې ۳۴ تنو ته...

هندي رسنۍ:کشمیر کې د پولیسو پر یوه مرکز چاودنې ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په شرینګر ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز کې زوروره چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۷ پولیس وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، چاودېدونکي توکي له وړاندې په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو.

د ټپیانو له ډلې د څو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی او امکان شته د مړو شمېر لوړ شي.

تر دې دمه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here