هندي رسنۍ مینت راپور ورکړی چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن لاهم ژوند دی او یو ځل بیا له افغانستان څخه پر امریکا د سپټمبر یوولسمې پېښې د تکرار په طرحه اخته دی.
راپور کې راغلي، چې د اسامه بن لادن تر مړینې وروسته نوموړی د القاعده ډله رهبري کوي.
که څه هم د طالبانو حکومت په افغانستان کې د القاعده ډلې شتون ردوي؛ خو په راپور کې راغلي، چې نوموړی د طالبانو تر چتر لاندې القاعده ډله رهبري کوي.

