د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت وايي چې د روفي نړیوال ګروپ په نوم افغان شرکت د هند له «زایدوس لایف ساینسز» کمپنۍ سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د درملو د وارداتو تړون لاسلیک کړی دی.
دغه تړون نن په متحده عربي اماراتو کې د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ شوی.
د وزارت په وینا، هندۍ کمپنۍ به لومړی خپل درمل افغانستان ته صادروي او وروسته به په افغانستان کې د خپلې څانګې د پرانیستو له لارې د درملو تولید هم پيل کړي.
دا تړون په داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر د هند د سفر پر مهال ویلي و، چې هند له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره چمتو دی.

