هندو ورځپاڼې ویلي، د هند د بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر، له طالب سیال امیرخان متقي سره په تلیفوني خبرو کې ویلي، چې هند غواړي افغانستان ته خپلې بشري مرستې پراخې کړي.
سرچینې د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې هند چمتو دی هر هغه ګام پورته کړي چې له طالبانو سره اړیکې پیاوړې کړي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې امیرخان متقي د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په اتمه، په دوبۍ کې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د طالبانو د اړتیاوو یو لېست شریک کړی و، چې اوس هند د دغو غوښتنو ارزونه کوي.
دغه راز دواړو خواوو د ایران د چابهار بندر په تړاو هم خبرې کړي.
ورځپاڼې دغه راز زیاته کړې، چې هند ۱۶۰ افغان لاریو ته چې وچې میوې یې لېږدولې، د آتاري له بندر د تېرېدو اجازه ورکړه.

