یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانهندوستان ټایمز:یو ۱۳ کلن افغان د الوتکې د ټایرونو پورتنۍ برخه کې...

هندوستان ټایمز:یو ۱۳ کلن افغان د الوتکې د ټایرونو پورتنۍ برخه کې هند ته خوندي سفر کړی

یو ۱۳ کلن افغان هلک د کام ایر هوايي شرکت د الوتکې د څرخونو په محفظه کې له کابله تر هنده پټ سفر کړی دی.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دغه هلک چې د کندز ولایت اوسېدونکی دی، د یک‌شنبې په ورځ د سهار شاوخوا ۱۱:۱۰ بجې د هند د اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلی.

کارکوونکو هغه د الوتکې له ښکته کېدو وروسته موندلی او امنیتي چارواکو ته یې سپارلی دی.

یاد هلک بېرته هماغه ورځ کابل ته لېږدول شوی.

راپور زیاتوي، چې دغه ۹۴ دقیقې سفر کې هلک روغ پاتې شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here