هندي چارواکو منلې، چې د افغانستان له وچې مېوو بار هغو ۱۶۲ لاریو ته به اجازه ورکوي، چې واګه بندر کې بندې پاتې دي.
هندي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې دوی په واګهـاتاري بندر کې د افغانستان لاریو ته اجازې ورکولو سره کومه ستونزه نه لري.
دا لارۍ د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې له کبله بندې پاتې وې.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د هند د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم په دې اړه خبرې کړې وې.

