د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوې رسمي ادارې د هغو راپورونو پخلی رد کړی، چې ګواکې هند د ایران د روانو کړکېچونو له امله له افغانستان سره سوداګري موقتي درولې ده.
د وزارت په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي اسناد او خبرونه، چې دا ډول ادعاوې کوي، له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري او جعلي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ډول معلومات د پاکستاني جعلي ټولنیزو حسابونو له لوري د پروپاګند په موخه خپرېږي، څو عامه ذهنیت مغشوش کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې په دې وروستیو کې ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې د ایران د زیاتېدونکې بې ثباتۍ او امنیتي ستونزو له امله هند له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پرې کړې دي.

