د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مسري د پاکستان د پوځ هغه ادعا خندونکې بللې چې ګواکې د هند ځینې توغندي د افغانستان پر خاوره لګېدلي دي.
نوموړي د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته ویلي:«د افغانستان خلکو ته مه ور یادوئ، چې په تېر یو نیم کال کې د افغانستان بنسټونه او بېګناه افغانان چا په نښه کړي دي.»
دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان پوځ نن سهار ادعا وکړه، چې د هند د توغندیزو بریدونو د افغانستان خاوره هم هدف ګرځولې ده.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

