د هند د ګجرات په دیسه کې د اور لوبې د وسایلو د تولید په یوه کارخونه کې چاودنه شوې چې له امله یې ۲۱ تنه وژل شوي دي.
دا چاودونه د باروتو په هغه ډیري کې شوې، چې په غیر قانوني ډول دغې فابریکې کې جمعه شوي وو.
د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د یادې فابریکې ودانۍ په مکمل ډول ویجاړه شوې ده.

