د بالیووډ مشهوره نڅاګره او اداکاره نورا فتحي په ممبۍ کې د ترافیکي پېښې له امله روغتون ته لېږدول شوې ده.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړې د امریکايي ډيجي ډیوډ ګیټا د کنسرت لپاره روانه وه.

راپورونه وایي، یو نشهیي موټرچلوونکي د نورا فتحي له موټر سره ټکر وکړ چې له امله یې موټر ته زیان واوښت
د پېښې وروسته د نورا ټیم هغه ژر تر ژره نږدې روغتون ته ولېږدوله او ډاکټرانو تایید کړې چې نورا فتحي ته د ټکر له امله لږ دماغي شاک رسېدلی، خو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.

