د هند په احمدآباد ښار کې د «ایندیا ایر» هوايي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط له امله یې ټول ۲۴۲ سپرلۍ وژل شوي دي.
یاده الوتکه د احمدآباد ښار نه د لندن «ګتویک» هوايي ډګر ته روانه وه؛ خو له پرواز وروسته را ولویده او د طب محصلینو د لیلیې له خوړنځي سره یې ټکر وکړ.
راپورونه ښيي چې د پېښې د علت په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.
راپورونه وایي، چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر دې دمه د ۶۰ تنو جسدونه راایستل شوي، او د نورو د موندنې هڅې روانې دي.

