هند په کابل کې ۷۵ معلول افغانانو ته مصنوعي پښې لګولې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال په ایکس لیکلي، چې دا مرسته د یوې هندي خیریه موسسې “جایپور فوت” لهخوا د پنځه ورځني کمپ په ترڅ کې ترسره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دا اقدام د هند له لوري له افغان ولس سره د بشري مرستو یوه برخه ده.

