د هند حکومت اعلان کړی چې د پاکستان پر ټولو الوتنو یې د خپلې فضايي حريم دروازې تړلې دي.
دغه اقدام وروسته له هغه وشو چې په کشمير کې د سېلانيانو پر کاروان مرګونی برید وشو، چې له امله يې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ بېسارې زیات شوی دی.
پاکستان ویلي، باور لري چې هند ښايي په نږدې ورځو کې نظامي برید وکړي او وايي د هر ډول مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د هند د بهرنیو چارو وزیر جېشنکر سره د دواړو هېوادونو د کړکیچ پر کمېدو خبرې کړې.

