د هند د هوايي ځواک یوه جنګي الوتکه را غورځېدلې.
راپورونه وایي، چې د هند په مدهیا پردیش ایالت کې د هند د هوايي ځواک یوه ۲۰۰۰ ډوله جنګي الوتکه د روزنیز ماموریت پر مهال نسکوره شوې.
راپورونو کې ویل شوي، چې د الوتکې دواړه پیلوټان یې ژوندي پاتې شوي.
تر اوسه ددغې الوتکې د نسکورېدو علت نه دی معلوم.

