هند له افغانستان سره د بشري مرستې په دوام د څه باندې ۱۶ ټنو میکروب لېږدوونکو ناروغیو د درملو او تشخیص کېټونو مرسته کړې چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوې.
دغه مرستې د افغانستان د ملاریا او نورو ورته ناروغیو د مخنیوي پروګرام ملاتړ لپاره شوي چې د ملاریا، ډینګي او لیشمانیا په څېر د ناروغیو پر وړاندې د مبارزې پیاوړتیا دپاره دي.
وزارت ویلي، دغه مرسته به د عامې روغتیا په بنسټونو کې د پرمختګ او د ناروغیو په کنټرول کې مهم رول ولوبوي.

