لیکوال: احمد شاه ساحل
دا یو روښانه حقیقت دی چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دښمني د هغوی د ”ستراتیژیکي ژورتیا“ له نظریې سرچینه اخلي. په افغانستان کې که هر سیاسي نظام واکمن وي، دا سیاست به ورسره مخ وي. نو دا مسله د کومې ځانګړې سیاسي ډلې یا نظام سره تړاو نه لري.
له همدې امله هېڅوک نه شي کولای دا تاریخي حقیقت د خپلي اتلولۍ معیار وګرځوي یا خپل حقانیت پرې توجیه کړي.
اصلي خبره دا ده چې څوک دا دښمني د دښمنۍ په توګه پالي او څوک یې د ”خاصې کړۍ“ تر نوم لاندي محدودوي. یو؛
دوهم:
د هر هغه هېواد غندنه اړینه ده چې د افغانستان ملي حریم نقضوي. که هغه د ”خلیلزاد هیواد“ امریکا وي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې پر کابل کې د ایمن الظواهري په پلمه برید وکړ، او که اوس پاکستان وي چې خپل برید د نور ولي محسود په نوم توجیه کوي. په دې باید وپوهیږو چې د ملي حاکمیت اصل واحد دی، او باید په واحد معیار وارزول شي. هغوی چې د امریکا د برید پر مهال یې خوښۍ کولې او نن د پنجاب پر بریدونو شور کوي، که دا کار ناشعوري کوي، نو دا ماشومانه سیاست دی؛ او که قصدي یې کوي، نو دا پروژه يي سیاست دی.
په هر صورت، افغانستان په تیرو ساعتونو کې د خپل توان مطابق غبرګون وښود، او دا یې مشروع حق و. خو پنجاب او د هغوی همغاړي قوتونه باید دا ګومان ونه کړي چې ګواکې پور ادا او غچ واخیستل شو. نه نه؛ دا یوازې یو غبرګون و، نه غچ و او نه د پور اداینه. زموږ تاریخي دردونه او ستاسې پرله پسې بریدونه، دومره سطحي نه دي چې په یوه متقابل اقدام پای ته ورسېږي.
لا خو د امیر کروړ روح د هریوا د رود پر غاړه نا ارام دی، لا د میرویس نیکه د پاڅون چغه په کوکران کې غرغره ده؛ لا د احمدشاه بابا اروا د پښتونخوا د غرونو څوکو ته نه ده ختلې، لا د اکبر خان احساس نه دی راپارېدلی؛ لا د ایوب خان نوم زموږ په ملي شعور کې نه دی راژوندی شوی، او لا هم ملاله د خپل کور په څنډه کې بندي ده. زموږ حساب او زموږ کتاب به هغه وخت پيلیږي چې لږ هم د خپلو نیکونو پر لیکه ور برابره شو. دا مه هېروئ چې د ملتونو تاریخ د اوږدې حافظې درلودونکی وي. موږ خپل دردونه، سپکاوی او مقاومت هېڅکله نه هېروو. هغه ورځ به راځي چې ستاسې د ”ستراتیژیک عمق“ تور تصور به د تل لپاره بدل شي؛ هغه تصور چې د دې وطن خلک یې د جګړو، بې ثباتۍ او شاته پاتې والي ژورې کندې ته ټېل وهلي دي.
راتلونکی به د داسې سیاسي شعور او ملي یووالي غوښتنه کوي چې نه په احساساتي شعارونو، بلکې په سنجول شوې تګلارې او ملي اجماع سره د تاریخ دا اوږد حساب تصفیه کړي.
د شهیدانو روحونه دې ښاد وي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

