د بشري حقونو سازمان هرانا په خپل تازه میاشتني راپور کې ویلي، چې د ایران قضایي ارګانونو په تېره میاشت کې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه زندانیان اعدام کړي دي.
د دې شمېرې پر بنسټ، په منځنۍ توګه هر له پنځو ساعتونو څخه په کم وخت کې یو کس اعدام شوی دی.
هرانا لیکلي چې د اعدامونو ترڅنګ په دې موده کې لږ تر لږه ۱۶ نوې د اعدام سزاوې هم صادرې شوې او د څلورو قضیو د اعدام حکمونه په لوړه محکمه کې تائید شوي دي.
راپور کې همداراز درې هغه پېښې یادې شوې چې د اعدام حکمونه د خلکو په وړاندې او د عامو وګړو په حضور کې عملي شوي دي.
د هرانا د شمېرو له مخې، په تېر ۱۴۰۳ کال همدې میاشت کې ایران کې لږ تر لږه ۱۰۶ تنه اعدام شوي وو؛ خو سږکال دغه شمېر ۱۶۰ ته رسېدلی چې د ۵۴ کسانو په زیاتوالي سره د اعدامونو د پام وړ لوړوالی ښيي.

