باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې افغان سوداګر عبدالظاهر بشیر غواړي په هرات ښار کې د ماشومانو لپاره ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.
دا روغتون به د پنځه میلیون ډالرو په لګښت، په ۲۰ زره متره مربع ځمکه کې، په اته پوړو کې جوړ شي.
د روغتون مهمې برخې به د زړه ناروغیو درملنه، مجهز لابراتوار، د وینې بانک، د سلا مشورو مرکز او ځانګړو پاملرنو ته بېلې شوې وي.
د دې روغتون بنسټ د جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه کېښودل شو.

