د طالبانو حکومت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویلي،چې ځواکونو یې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د یو ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس سورلۍ چې د عزیزاباد په سیمه کې د سېلاب له امله چپه شوی و ژغورلې ده.

یادې قول اردو په پیښه کې د اوښتي زیان او د مسافرو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي.

