پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستانهرات؛د کارتن جوړونې فابریکه کې اورلګېدنې شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالره زیان اړولی

هرات؛د کارتن جوړونې فابریکه کې اورلګېدنې شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالره زیان اړولی

د هرات د صنايعو او کانونو د خونې رئیس حمیدالله خادم ویلي، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د کارتن جوړونې یوې فابریکې کې پراخ اورلګیدنه شوې، چې تر دې دمه یې له ۱۰ میلیونه ډالرو زیات مالي زیان اړولی دی.

طالب چارواکي وایي، اور څو ساعته دوام وکړ او د اور وژنې ډلې د مهار هڅې وکړې.

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د اور وژنې ټیم ویلي، دا اور یې د څو ساعتونو هڅو وروسته کنټرول کړی دی.

دا اورلګیدنه د جمعې په ورځ له غرمې وروسته پیل شوې وه او تر شنبې سهاره پورې یې دوام درلود.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here