په هرات کې دا ځل د زعفرانو د فصل له پیل سره سم د کروندګرو او زعفرانکارانو لپاره د زعفرانو نندارتون جوړ شوی.
په دې نندارتون کې د زعفرانو تازه ګلونه او زعفران د ۷۲ غرفو له لارې نندارچیانو ته وړاندې شوي دي.
دا نندارتون به درې ورځې دوام ولري او علاقهمندان کولای شي د زعفرانو د کیفیت او بېلابېلو ډولونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

