یو شمېر باوري سرچینې وایي، هرات ولایت کې د افغانستان–ایران پولې ته نږدې هغه افغانان چې ایران ته د اوښتو هڅه یې کوله، د سختې یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاتوي، که څه هم د قربانیانو کره شمېر تر اوسه په رسمي ډول نه دی تایید شوی؛ خو پولې ته نږدې سیمه کې د لږ تر لږه ۳۰ کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د قربانیانو د هویت او د پېښې د بشپړو شرایطو په اړه نور جزیات لا روښانه نه دي، او تر دې دمه اړوندو چارواکو هم په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

