هرات کې له ایران سره پر پوله صفري نقطه کې یو تن د یخ له کبله وژل شوی دی.
سیمهییزې سرچینې وايي، چې یاد کس غوښتل له پولې تېر شي؛ خو د یخنۍ له کبله وژل شوی.
یاد کس محسن نومېده، چې د غور د لعل سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکی وو.
سیمهییزو مسولینو ویلي، چې د نوموړي کس د سرحدي ځواکونو د لسمې لواء دریم کنډک ځواکونو له لوري موندل شوی دی.

