د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د کابل ولایت مسؤلینو ته په یوه روزنیز سمینار کې وینا کړې ده.
حمدالله فطرت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې شیخ هبت الله ویلي، نړۍ سلګونه کلونه هڅه وکړه چې علما له سیاست لیرې وساتي؛ خو اوس د افغانستان چارې د علماوو په لاس کې دي.
نوموړي مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې خپل مسؤلیت دې د شریعت د اصولو پر بنسټ ترسره کړي.
هغه زیاته کړې، د شریعت پر وړاندې د هیڅچا مراعات مه کوئ، د دښمن تبلیغاتو ته مه تسلیمېږئ او خپلمنځي بېباورۍ ته لاره مه ورکوئ.
نوموړي د خلکو خدمت هم مهم بللی او ویلې یې دي چې ولس له «اسلامي امارت» سره قربانۍ ورکړې دي، اوس وخت دی چې مسؤلین د ولس صادقانه خدمت وکړي.

