د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فېدان ویلي چې اسراییل هڅه کوي د سیمې اسلامي هېوادونه د اوږدمهاله شخړو پر لور ټېل وهي او غواړي د سیمې هېوادونه له یو بل سره په جګړه کې ښکېل کړي.
نوموړي دا څرګندونې له یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی چې د سیمې هېوادونه باید د اسراییل په هغه څه کې ونه لوېږي چې هغه یې “د شخړې جال” بللی دی.
هاکان فېدان ویلي، ترکیه د سیمې د کړکېچ د پراخېدو مخالفه ده او باور لري چې د ایران او نورو اسلامي هېوادونو تر منځ هر ډول جګړه به یوازې د سیمې وضعیت نور هم خراب کړي.
هغه همدارنګه زیاته کړې چې انقره له ټولو هېوادونو غواړي چې د جګړې پر ځای د سیاسي حل لارې ملاتړ وکړي او د سیمې ثبات ته لومړیتوب ورکړي.

