په هالنډ کې د افغانستان سفارت د خپلې ویب پاڼې له لوګو او ټولنیزو رسنیو پاڼو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ لرې کړی دی.
ویل کېږي دا چاره په هالنډ کې د افغانستان د سفیر آصف رحیمي له لوري، چې اوسمهال له طالبانو سره اړیکې او همکاري لري؛ ترسره شوې ده.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر آصف رحیمي، یو له لومړنیو ډیپلوماتانو څخه و، چې له طالبانو سره یې همکاري پیل کړه.

