د جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال هارون حکيمي وایي چې د ښځو د حقونو او معیارونو برابر ژوند لپاره نړیواله مبارزه لا بشپړه نه ده او په ځانګړي ډول په افغانستان کې ښځې له ګڼو ټولنیزو او فکري ستونزو سره مخ دي.
ښاغلي حکيمي د مارچ د اتمې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې افغان ښځې د دین د ناسم تفسیر، ظالمانه دودونو، جګړو، افراطي باورونو، چاپېریالي ستونزو او ځینو ټولنیزو چلندونو قربانیانې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې که د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره جدي او عملي اقدامات ونه شي، یوازې تشریفاتي مناسبتونه د هغوی ستونزې نه شي حلولی.

