د سټراټیژیکو څېړنو د نړیوال مرکز مشر ډاکټر هاتف مختار وایي، د طالبانو مشر شیخ هبتالله اخوندزاده ځانته د اسلام او امارت په نوم داسې تور داغ پرېښود، چې هیڅ وخت به پاک نشي.
د هغه په خبره، شیخ هبت الله د واک انحصار لیونی کړی او غواړي چې له امریکا پاتې شوې وسله پر ایران او پاکستان وپلوري.
نوموړی وایي، چې د دې استبداد په پایله کې به د طالبانو حکومت له منځه لاړ شي.
هاتف مختار دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن د طالبانو حکومت مشر د یوه اته ماده ییز فرمان په صادرولو سره له کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د وېش واک اخیستی دی.

