چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستاننی له شهباز شریف؛د افغان خبریالانو د ویزو غځولو او خوندیتوب غوښتنه...

نی له شهباز شریف؛د افغان خبریالانو د ویزو غځولو او خوندیتوب غوښتنه کړې

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ویزو د غځولو، خوندیتوب او امنیت په برخه کې همکاري وکړي.

نی ویلي، د افغان خبریالانو وضعیت ډېر بحراني دی، ځینې د شړل کېدو له وېرې په خپلو کورونو کې محدود شوي او له لومړنیو او روغتیايي خدماتو بې‌برخې دي.

دغه بنسټ همداراز د کورنیو چارو وزارت ته د انساني او باوقاره چلند غوښتنه کړې او د افغان خبریالانو د مالي ستونزو د حل لپاره یې د بیړنیو ګامونو اخیستو ټینګار کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here